په بلخ کې د بدن ښکلا او فټنیس منتخبه سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د سپورت ریاست او فټنیس فدراسیون په همغږۍ د ۷۱ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا یو ورځنۍ منتخبه سیالۍ پای ته ورسیدې.
په دې سیالیو کې د ځوانانو او لویانو د عمري ډلبندیو له ۵۵ کیلو څخه تر ۹۰ کیلو ورزن لرونکو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د سیالیو موخه د بلخ د بدن ښکلا منتخبه لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د هغوی چمتووالی و.
په پای کې د بلخ د بدن ښکلااو فټنس منتخبې لوبډلې ته ۲۸ کسان غوره شول.
