کابل؛ د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۴:۴۱
کابل؛ د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سيالۍ پيل شوې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اداري او مالي رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د تکواندو فدراسیون مسوولينو، د ورزش ادارې د رهبري غړو، د ولايتونو استازو، ورزشکارانو او د تکواندو ورزش مينوالو شتون درلود.

په پيل کې د تکواندو ملي فدراسیون رئیس ډاکتر نجيب الله سکندر د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډلې د غوراوي سياليو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي سکندر وویل؛ په دغو سياليو ګډون کوونکو ورزشکارانو پوره چمتووالى نيولى تر څو د ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړي په خبره يې؛ د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډله به تر غوراوي وروسته په اسيايي لوبو کې ګډون وکړي.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني خبرې وکړې او ويې ويل؛ دا د وياړ ځاى دى چې افغانان له څو لسيزو جګړو وروسته د امن په فضا کې لوبې کوي او نړيوالو ته خپل تاريخ او دا ښيي، چې افغانان لا هم ژوندي او پیاوړي دي.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د ورزش، قوت او د سالم انسان په اړه معلومات ورکړل په خبره يې؛ سالم انسان په ټولنه کې ځانګړى ځاى لري او له ټولو هغو ناوړه کړنو څخه ځان ليري ساتي، چې د يوې ټولنې لپاره ناوړه پايلې لري.

نوموړي همداراز وویل؛ د نړۍ په اقتصاد کې ورزش خپل ځانګړى رول لري، چې د ځينو هېوادونو د اقتصاد يوه برخه په ورزش ولاړه ده.

د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډلې د غوراوي په دغو سياليو کې د ٢٤ ولايتونو ٢٨لوبډلې او په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو ورزشکارانو په شمول ٢٨٠ ورزشکاران برخه لري.

يادې سیالۍ چې څلور ورځې به دوام وکړي په ترڅ کې به يې ٤٠ تنه ورزشکاران د تکواندو د نويو ځوانانو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د تکواندو ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه ورزشکاران به په نږدې راتلونکي کې د اردن هېواد په کوربتوب د اسيا د نويو ځوانانو په سياليو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې وشوې وې د. . .

BACK TO NEWS