پکتیا؛ د فوټبال حذفي جام سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې
په پکتیا ولایت کې د فوټبال سيالۍ چې د یاد ولایت د ورزش ریاست په مرسته د فوټبال فدراسیون له لورې د مرکز ګردېز ښار د ٢٠ لوبډلو ترمنځ په حذفي بڼه پيل شوې وې د اتفاق لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.
د دغه جام پايلوبه د ذولفقار او اتفاق لوبډلو ترمنځ وشوه، چې اتفاق لوبډلې ١-٠ ګولونو په توپیر خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
يادو سياليو چې ٤٠ ورځې دوام وکړ موخه يې د فوټبال وده او پرمختګ و.
په پای کې دپکتيا ولايت دورزش رياست او د فوټبال فدراسیون له لورې د لومړي، دويم او درېیم مقام ګټونکې لوبډلې په بېلابېلو ډاليو وستايلې.
