د ایران میشتو افغان کډوالو اړوند "اتحاد او پیام صلح" فوټسال لوبډلو له الف لیګ څخه غوره لیګ ته لاره پیدا کړه
د ایران هېواد په شیراز ښار کې د فوټسال د غوره او لومړی درجه لیګونو د سیالیو له پای ته رسېدو سره، د افغان کډوالو " اتحاد او پیام صلح" لوبډلو له الف لیګ څخه غوره لیګ ته لاره پیدا کړه.
په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لوبډلو د غوره او لومړی درجه لیګونو په ډلبندۍ کې برخه اخیستې وه، چې د غوره لوبډلو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.
د غوره لیګ په سیالیو کې ثارالله لوبډلې لومړی، یاران او مسعود لوبډلې دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
په دې ټورنمنټ کې مرتضی حیدري له یاران لوبډلې څخ غوره لوبغاړی، قمبر هزاره له ثارالله لوبډلې څخه غوره ګول ساتونکی او رضا ملکي له کندهار منتخبې لوبډلې څخه د ۱۳ ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهونکی وبلل شو.
په لومړي پړاو کې اتحاد صفا لومړی، پیام صلح مهاجر دویم او لاینز لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو غوره لوبغاړی امام الدین له اتحاد لوبډلې څخه، مرتضی عرب زاده له لاینز لوبډلې او امام الدین خواجه قل له اتحاد صفا څخه د غوره ګول وهونکو په توګه وپېژندل شول.
په دې دواړو لیګونو کې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی و چې ۹۰ سیالیو یې دوه میاشتې دوام یې وکړ.
د یادونې وړ ده، چې له الف لیګ څخه اتحاد او پیام صلح غوره لیګ ته صعود وکړ، پر ځای اف سي امیري او قایم لوبډلې الف لیګ ته راښکته شوې.
