پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۱۰
پکتیکا؛ په ارګون ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ د ارګون ولسوالۍ د فوټبال کمېټې له لوري د یادې ولسوالۍ د بالیشو لېسې په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې او تمه ده چې یوه نیمه میاشت په دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې طوفان غچ لوبډلې خپلې سیالې ناجوانان قریه جاني (ب) لوبډلې ته د ۱-۰ په مقابل ماتې ورکړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې وشوې وې د. . .

BACK TO NEWS