پکتيکا؛ د زيړوک ولسوالۍ د واليبال اختريزې سيالۍ د مجبور ځدران لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت زيړوک ولسوالۍ د وراژڼه سيمې د ځوانانو له لوري د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالې د مجبور ځدران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ، پايلوبې ته يې د مجبور ځدران او خوست ولايت فيض لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې مجبور ځدران لوبډلې وکولی شوای خپلې سيالې فيض لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو پهتوپير ماتې ورکړي او اتلولي یې خپله کړي.
د یادو سیالیو موخه مشرانو، ځوانانو او ماشومانو ته د سالمې تفرېح چمتو کول وو.
هېره دې نه وي چې د يادو سياليو په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
