زابل؛ په‌ نوبهار ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۰:۲۵
زابل؛ په‌ نوبهار ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې د لوی اختر په‌ مناسبت د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ د سينزايي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته سينزايي او شهاب الدين لوبډلو لار موندلې وه، په پيل کې شهاب الدين لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې سينزايي لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په زيان ۸۴ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سينزايي لوبډلې د لوبې په شپږم اور کې ياد هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې نوموړې سيالۍ د زابل ولايت د ورزشي امريت او نوبهار ولسوالۍ د ورزشکارانو او قومي مشرانو په همغږۍ ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې ۲۵ تنو خپلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۴۷
Background image

پکتیکا، ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې طوفان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۴۳
Background image

د بغلان پوهنتون محصلينو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د بغلان پوهنتون ۵۰ تنو محصلینو ترمنځ د افغانستان ا.ا نظامي ځواکونو د ملاتړ په موخه د کورش سيالۍ. . .

BACK TO NEWS