د کندز په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال يو ورځينۍ سيالۍ ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۵:۲۱
د کندز په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال يو ورځينۍ سيالۍ ترسره شوه

ياده سیالۍ د کندز ولايت د ورزش ریاست او فوټبال فدراسيون له خوا د ځوانانو فکری رغښت ،بدلون او یووالي په موخه د بغلان ولایت ستاره او د کندز ولایت عقابان لوبډلو ترمنځ وشوه.

د دغې سيالۍ په پايله کې د کندز عقابان لوبډلې د ٢-١ ګولونو په توپیر ستاره لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په ياده سیالۍ کې ځوانانو او د فوټبال ګڼو مینوالو ګډون کړی وه.

په اخېر کې غوره لوبغاړو ته د سوداګرو له لوري نغدي جايزي هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS