کندهار؛ د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۹:۲
کندهار؛ د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

په کندهار کې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکاري د اتلتیک فدراسیون له لوري د اتیا ورزشکارانو تر منځ د ۱۰۰، ۴۰۰، ۸۰۰، ۱۵۰۰ او ۵۰۰۰ مترو په واټن د ځغاستې یو ورځنۍ سیالي ترسره شوه.

په یادو سیالیو کې د کندهار ورزشي آمر حافظ حیات الله عتیق، د اتلتیک فدراسیون مسئول محمد سعید ساحل، د بېلابېلو فدراسیونونو مسئولینو او زیات شمېر تماشه چیانو ګډون درلود.

په دې سیالیو کې په ۱۰۰ متره کې احمد شاه، په ۸۰۰متره کې سمیع الله، په ۱۵۰۰ متره کې سمیع الله او په ۵۰۰۰ متره کې بشیر احمد لومړي مقامونه ترلاسه کړه.

د یادو سیالیو موخه د کندهار د ځغاستې منتخبې لوبډلې ټاکل و.

په پای کې د ورزشي مسئولینو له لوري غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS