په بادغیس کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۲:۲۳
په بادغیس کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال جام سیالۍ پیل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت او د والیبال فدراسیون په همکارۍ د دې ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال جام سیالۍ پیل شوې.

په دې سياليو کې د باختر، حماسه، کوهستان، لنګر، اتحاد، اتفاق او الماس لوبډلو برخه اخيستې چې د دوو اوونیو په اوږدو کې به د یو بل په وړاندې ۱۳ لوبې وکړي.

د ټورنمنټ لومړۍ لوبه د حماسه او باختر د لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې په پایله کې د حماسه لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS