سمنګان؛ د نورالمدارس مدرسې الفتح لوبډلې ددې ولایت د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
سمنګان؛ د نورالمدارس مدرسې الفتح لوبډلې ددې ولایت د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

په سمنګان ولایت کې د والیبال فدراسیون له لوري د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال د پسرلني جام سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې، د نورالمدارس مدرسې د الفتح لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د سياليو په پاى لوبه کې د الفتح او دلخکي لوبډلو له يو بل سره لوبه وکړه چې ٠-٣ میدانونو په توپیر د الفتح لوبډلې په بریا سره پاى ته ورسيده او دالخکي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه چې د ځوانانو هڅول، ورورولي او وزش ته وده ورکول و، د پای په مراسمو کې يې د سمنګان ولايت د ورزش، د دغه ولايت د واليبال فدراسيون، دولتي او غير دولتي مسوولينو او ددې برخې ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړى و.

په پاى کې د سمنګانو ولايت د سپورت ادارې له لوري د سياليو اتلې لوبډلې ته يو کپ او يونيفورم او د دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته يو مډال او د واليبال يو توپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS