د کابل به میربچه کوټ ولسوالۍ کې د ۹ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ په ورزشي پارک کې د ۹ ولایتونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ له بلخ، بغلان، غزني، ننګرهار، کاپیسا، پروان، پنجشیر، کابل او لوګر ولایتونو څخه د لویانو په کټګورۍ کې د مختلفو وزنونو ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودو حقاني، د میربچه کوټ ولسوالۍ ولسوال قاري فدامحمد فدایي، د دغې ولسوالۍ دولتي مسوولین او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
په پیل کې د نوموړي ریاست عمومي رییس الحاج مولوي عبدالودود حقاني خبرې وکړې ویې ویل: یو ځل بیا د خوښۍ احساس کوم، چې ستاسو په منځ کې یم او دغه ورزشي برنامه ستاسو ترڅنګ له نیږدې ګورم.
هغه زیاته کړه: ورزش د ولایتو، ولسوالیو او کلیو ترمنځ د اړیکو وسیله ده، کوشش باید وکړو چې ورزش ته وده او پرمختګ ورکړو؛ ترڅو دغه ارتباطي پول نور هم قوي او لا مستحکم شي.
د دغو سیالیو موخه په ایران هیواد کې د سوک وهنې سیالیو لپاره د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې په پایله کې به څلور غوره ورزشکاران وټاکل شي.
