پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د متحد افغانستان په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي د ملاخېل لوبډلې خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۸:۵۶
پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د متحد افغانستان په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي د ملاخېل لوبډلې خپله کړه

د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند په محمدخېلو سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اووه اوریزو سياليو اتلولي ملاخېل لوبډلې وګټله.

د دغو سياليو پايلوبې ته ملاخېل او ګارو لوبډلو لار موندلې، چې په‌ پايله کې ګارو لوبډلې خپلې سيالې ملاخېل لوبډلې ته اووو اورونو کې ۹۶ منډې هدف کېښود، بل پلو ملاخېل لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې پوره کړ او بريا يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې موخه يې ټېپ بال کرکټ سياليو ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح چمتو کول وو دوې ورځې يې دوام وکړ.

په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او يو شمېر چمنو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې وشوې وې د. . .

BACK TO NEWS