د بادغيس د حنظله لېسې د فوټسال سيالیو اتلولي د دولسم الف لوبډلې وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۹:۰
د بادغيس د حنظله لېسې د فوټسال سيالیو اتلولي د دولسم الف لوبډلې وګټله

د حنظله بادغيسي لېسې د ټولګيو د اوو ټيمونو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ١٥ ورځې ورځې پيل شوې وې، د دولسم ټولګي د الف لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو په پايلوبه كې د دولسم الف او یوولسم هـ ټولګیو لوبډلې مخامخ شوې، چې په پايله كې د دولسم الف لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴،۵ ګولونو په توپیر ماتې وركړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په پای کې د بادغیس د فوټبال فدراسیون او د بادغیس د بدني روزنې او سپورت ادارې له خوا پر لوبغاړو یونیفورم، مډالونه او ستاینلیکونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۵۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سیالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو. . .

BACK TO NEWS