کندهار؛ د اشرف البلاد په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۹:۲۲
کندهار؛ د اشرف البلاد په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کندهار د بدني روزني او سپورټ ریاست اړوند په غازي محمد ایوب خان(باغ عمومي) ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو تر منځ د اشرف البلاد په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کي د کندهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست رئيس حافظ محمود آغا بشر، د کندهار ورزشي آمر حافظ حیات الله عتیق، د کندهار د فوټبال فدراسیون فني مرستیال حاجي حبیب جان، د ځوانانو چارو آمر قاري سعید، د ورزش نورو مسئولینو او ګڼ شمېر تماشه چیانو حضور درلود.

په دې سیالیو کې د فوټبال اتو لوبډلو ګډون کړی، چې څلور لوبډلې په A ګروپ او څلور په B ګروپ کې لوبیږي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اشرف ځوانان او نجیب مل لوبډلو تر منځ وشوه، چې اشرف ځوانانو د ۱-۰ ګولونو په توپیر لوبه وګټله.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل دي.

د یادونې ده، چې د فوټبال یادې سیالۍ په ګروپي شکل ترسره کیږي او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS