سرپل؛ د الف لوبډلو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د امید چهار باغ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې ۱۶ الف لوبډلو لوبډلو پکې ګډون کړی و، د امید چهار باغو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د امید چهار باغ او امید امام یحی لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د لوبې په دویمه برخه کې امید چهار باغ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷-۶ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، د دولتي او غیر دولتي ادارو استازو، ورزشکارانو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی و.
په پای کې د یاد ولایت د ورزشي امریت او فوټبال فدراسیون له لوري غوره لوبډلو، لوبڅارانو، د نوموړو سیالیو جوړونکو او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو لومړي او دویم مقام لوبډلو وکولی شوای، چې د یاد ولایت په کچه د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته لاره پیدا کړي.
