باميان؛ په يکاولنګ نمبر يک ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د باميانو ولايت په يکاولنګ نمبر يک ولسوالۍ کې د ځوانانو او لويانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو ليدو ته د نوموړي ولايت پر ورزشي مسولينو سربېره د دولتي ادارو رييسان او ګڼ شمېر نندارچيان راغلي وو.
دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې د لويانو لوبډلې ته د ۹_۸ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
