کابل؛ د کابل ښار لويديځ زون د بدن ښکلا او فټنس شپاړلسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېدې
په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د زورخانه اى تمريناتي ځاى کې د کابل ښار لويديځ زون د بدن ښکلا او فټنس ١٦م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د کابل ښار لويديځ زون په دوو کلاسونو بدن ښکلا او فټنس کې د ٣٥ کلبونو ٢٩٦ ورزشکارانو ګډون درلود.
په د غور سياليو کې د بدن ښکلا کلاس کې له ٥٥ څخه تر ٩٠ کيلو ګرامه ورزشکاران او په فټنس کلاس کې له ١٦٠ ساتني متر څخه تر ١٨٠ سانتي متر پوري ورزشکارانو ولوبېدل.
یادې سیالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ په هر کلاس کې ٤٠ تنو چې جمله ٨٠ تنه کېږي د کابل ښار لويديځ زون بدن ښکلا او فټنس منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د بدن ښکلا فدراسيون د معلوماتو له مخې له دې ډلې يې د هر وزن لومړي درې مقام ګټونکي ورزشکاران د ملي لوبډلې د غوراوي سیالیو کې هم ګډون کولاى شي.
د يادو سياليو د پاى په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د پلان او ستراتيژۍ ارشد مشاور مولوي ګلاب الدین خپلواک، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ او د بدن ښکلا او فټنس فدراسيون مسوولینو ستون درلود.
