په سعودي کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د چمتووالي څلورمه دوره تمرینات ترسره کړل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۲:۵۷
په سعودي کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د چمتووالي څلورمه دوره تمرینات ترسره کړل

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ په دوام د یکشنبې په شپه خپل څلورمه دوره تمرینات د عبدالله المطیري تر څارنې لاندې ترسره کړل.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه د جون په ۱۰مه سعودي عربستان ته تللې ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په فوټبال سیالیو کې د ایران او قرغزستان له ټیمونو سره په یوه ګروپ کې ده او په پام کې ده چې په دې سیالیو کې د ګډون په موخه سبا چهارشنبه د غبرګولي په ۱۷مه قرغزستان ته ولاړه شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د غبرګولي په ۲۰ نېټه د قرغېزستان په وړاندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS