په کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک هنري سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۲:۴۲
په کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک هنري سیالۍ ترسره شوې

په کابل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له ۱۷ کلبونو څخه په څلورو کټګوریو( کم عمره ځوانانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) د ۱۲۹ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک هنري سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د مالي او اداري چارو سرپرست مولوي محمدالله احساس، د پلان او پالیسۍ سلاکار ګلاب الدین خپلواک، د المپیک ملي کمېټې معاون باور هوتک، د سپورټ ریاست د نشراتو او عامه پوهاوي رییس الله محمد اتل مشواڼی ، د کابل د برېښنا رئیس حکمت الله اخندزاده، د جمناستیک فدراسیون مسوولینو او ګڼ شمېر ورزشکارانو ګډون کړی و.

د سیالیو په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د مالي او اداري چارو سرپرست مولوي محمدالله احساس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: د دې ترڅنګ چې جمناستیک فدراسیون خپل جمنازیوم لا نه لري، خو بیا یې هم خپله وړتیا ښودلې او ښه ثابت شوی دی، ده وویل چې هڅه کوو ستونزو ته یې رسیدګي وکړو او ستونزې یې حل کړو. ښاغلي احساس همداراز په تېر یوه نیم کال کې د ورزش په سرعت هم خبرې وکړې چې په چټکۍ سره له مرکز څخه ولایتونو او له ولایتونو څخه ولسوالیو ان تر کلیو پورې رسېدلی دی. ده همداراز په ورزشي برخه کې د ځینو کمیو په اړه هم وویل چې د یو لړ ستونزو له امله ورته رسیدګي نه ده شوې، خو په راتلونکې کې یې هیله وښوده چې ورته ستونزې به حل او په ورزشي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو.

د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او همدارنګه په راتلونکي کې د ملي سیالیو لپاره د ورزشکارانو چمتووالی و، چې لومړی مقام یې ABC کلب، دویم مقام د چهاردهي ځوانانو کلب، درېیم مقام لویې پکتیا کلب او څلورم مقام معروف سلطاني کلب ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د کابل په کچه له ۱۷ کلبونو څخه په څلورو کټګوریو کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په پای کې د ورزشي مسولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS