د کابل د سنوکر کلبونو له مسولينو سره ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۲۲:۳۸
د کابل د سنوکر کلبونو له مسولينو سره ناسته وشوه

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د دعوت و ارشاد رياست مسولينو د کابل ښار اړوند د سنوکر د ۵۰ کلبونو له مسولينو سره اصلاحي ناسته وکړه.

د دغې ناستې په پيل د دعوت و ارشاد رييس داد محمد بريال عطايي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سنوکر فدراسيون له مسولينو مننه وکړه، چې ياده ناسته يې جوړه کړې، ښاغلي عطايي په خپلو خبرو کې وويل: هر فدراسيون بايد پاملرنه وکړي، چې د سپورټي قوانينو او مقرراتو ترڅنګ اسلامي قوانينو او اخلاقو ته اوليت ورکړي، ده زياته کړه: ورزش بايد د دې سبب شي، چې له منکراتو ډډه وشي، نشه يي موادو ته د نه ځواب وويل شي او په ټوله کې د يوې سالمې ټولنې لپاره کار وشي.

ورپسې د ياد فدراسيون فني او مسلکي معاون وحيدالله اصغري خبرې وکړې او د کابل اړوند د سنوکر کلبونو له مسولینو يې غوښتنه وکړه، چې په خپلو کلبونو کې د دغه فدراسيون قوانينو او مقرراتو ته ژمن و اوسي، هغه کسان اړوندو کلبونو ته پرېښودل شي، چې د همدې فدراسيون قوانين مني، د خلکو د ځورونې سبب نه جوړیږي او په ټوله کې د کلبونو د اخلال سبب نه کیږي.

د يادونې وړ ده، چې ياده ناسته په کابل کې له يو لړ هغو اوازو څخه وروسته ترسره شوه، چې له مخې يې ويل کېدل، چې د کابل ښار په يو شمېر سنوکر کلبونو کې پر لوبو قمار وهل کېږي.

دعوت و ارشاد رياست د یادې ناوړه پديدې د مخنيوي لپاره د کلبونو مسولينو ته هر اړخیزې سپارښتنې او توصیې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS