کندز؛ د مرکز اړوند کټه خېلو مکتب لوبغالي کې د فوټبال ټورنمنټ پای ته ورسېد
د کندز ولايت د مرکز اړوند کټه خېلو مکتب لوبغالي کې دبدنی روزني او ورزش ریاست او دفوټبال فدراسيون په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال تورنمنټ د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.
د پایلوبې په مراسمو کې د کندز ولایت او بدني روزنې او سپورت رئیس قاري عزت الله سینان، د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني، نورو مسؤولینو او ګڼ شمېر مینوال برخه اخیستې وه .
د ټورنمنټ پای لوبه د رنګ فروشانو ټولنې او کټه خېلو لوبډلو ترمنځ وه چې د ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
یاد ټورنمنټ پنځه لس ورځې دوام وکړ چې موخه یې د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول وو.
په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
