د بدخشان په شیوه ولسوالۍ کې د وزلوبې پسرلنی ټورنمنټ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۰:۵۵
د بدخشان په شیوه ولسوالۍ کې د وزلوبې پسرلنی ټورنمنټ پیل شو

د بدخشان ولایت په شیوه ولسوالۍ کې د وزلوبې پسرلنی ټورنمنت د وزلوبې فدراسیون د مسؤولینو په حضور کې پرون پیل شو او تر سبا پورې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ دوه پړاوه دي چې لومړی هغه یې درې ورځې وړاندې په ټیمي توګه د الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شو، دې پړاو ۴۰ دقیقې دوام وکړ چې هېڅ یو پهلوان په امتیاز ګټلو ونه توانېد او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د سیالیو دویم پړاو په عمومي توګه پیل شو، په پای کې د بدخشان د وزلوبې فدراسیون د رئیس پهلوان حاجي زبیر قیومي له لوري دوه میدانونه اعلان شول. په لومړي میدان کې سیدعوض پهلوان شیرپور د حاجي زبیر قیومي په مشکین اس ځان د ارګو ولسوالۍ په ګټه د حلالې تر میدان ورساوه.

په دویم میدان کې د وخت د کمښت او د لوبې د دلچسپۍ په وجه کوم پهلوان د امتیاز په ګټلو ونه توانېد.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به سبا هم دوام ولري او د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست یو لوړرتبه پلاوی به هم پکې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS