د پروان په کوربه توب د دریو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
په پروان ولايت کې د پروان، پنجشير او کاپيسا ولايتونو د سلو ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ د پروان د ورزشکارانو په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
په دې سياليو کې د ځوانانو او تنکيو ځوانانو په عمري ډلبندیو او په بېلابېلو وزنونو کې ورزشکارانو برخه اخيستې وه او د يوې ورځې لپاره يې په ګډه سيالۍ وکړې.
د دې سیالیو موخه په دودیزو لوبو کې د ګډون لپاره د ځوانانو هڅول او د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د فکرونو او تجربو تبادله وه.
د سیالیو په پای کې د پروان ورزشکارانو لومړی، پنجشیر دویم او کاپیسا درېیم مقام خپل کړ.
