د ورزشي سازمانو او سبکونو د خپل منځي اختلافونو د حل لپاره ١٥ کسيزه کمېټه وټاکل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۴
د ورزشي سازمانو او سبکونو د خپل منځي اختلافونو د حل لپاره ١٥ کسيزه کمېټه وټاکل شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د جلساتو په تالار کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودود حقاني په مشرۍ د ازادو سياليو ورزشي سازمانونو او سبکونو د خپل منځي شخړو د حل لپاره ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودو حقاني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي او د زده کړو امر حميد الله صافي او د ازادو سياليو سازمانونو او بېلابېلو سبکونو استازو شتون درلود.

په دې ناسته کې د ورزش ادارې رهبري او د ورزشي سازمانونو او سبکونو استازو د يادو ورزشونو د ستونزو او خپل منځي اختلافاتو په حل خبرې وکړې.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودو حقاني يادې ناستې ته په خبرو کې وويل؛ ټول ورزشونه بايد تر يوه واحد چتر لاندې خپل فعالیت وکړي په خبره يې؛ د ټولو هغو موازي ورزشونو مخه بايد ونيول شي چې په غير قانوني ډول او له جواز پرته فعاليت کوي.

ښاغلي حقاني د يادو ورزشونو مسوولینو ته په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د ورزش ادارې په مشرۍ د يادو شويو ورزشونو د ستونزو د حل لپاره يوه ١٥ کسيزه کمېټه وټاکل شوه، چې پنځه تنه د ورزش ادارې، پنځه تنه د سازمانونو او پنځه تنه له بېلابېلو سبکونو څخه پکې غړيتوب لري.

يادې کمېټې ته ١٥ ورځې وخت ورکړل شو؛ ترڅو د دغو ورزشونو د منازعاتو د حل لپاره جامع طرحه چمتو او راتلونکې ناسې ته يې د بحث لپاره وړاندې کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS