زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په شاه جوی ولسوالۍ کې د سيمې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ۱۲ اوريزه سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، د پيل په لوبه کې ملي افغان لوبډلې د خپلې سيالې شفيق لوبډلې ۱۶۷ منډې هدف د پنځو ويکټو په زيان پوره کړ او دغه سيالي يې د پنځو ويکټو په توپير وګټله.
