ننګرهار؛ چپرهار لوبډلې د هډې فارم واليبال ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۹:۴۳
ننګرهار؛ چپرهار لوبډلې د هډې فارم واليبال ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

د ننګرهار ورزش ریاست له لوري د واليبال فدراسيون په همغږۍ، د واليبال دغه ټورنمنټ چې، د ځوانانو د تشویق او سالمې روزنې په موخه ٩ ورځې وړاندې د ١٦ لوبډلو ترمنځ پيل شوى و د چپرهار لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.

د ياد ټورنمنټ پايلوبه د هډې فارم او چپرهار لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٢-٢ مساوي پاى ته ورسېده، خو د مشرانو د پرېکړې په اساس د لوبې کپ چپرهار لوبډلې ته ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۱
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په فلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قاري خبیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS