پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د غيبي خېلو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۹:۴۱
پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د غيبي خېلو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ميست کلي ځوانانو له خوا د نشه یي توکو په ضد د والیبال سیالۍ د یحی خېلو ولسوالۍ د غیبي خېلو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د غزني اندړو، يحى خېلو، خيرکوټ، بکخېل او يوسف خېلو ولسوالیو ١٨ لوبډلو ګډون درلود ، چې اته ورځې يې دوام وکړ.

د يادو سياليو پای لوبې ته د یحی خېلو ولسوالۍ د غیبي خېلو او میست لوبډلو لاره پیدا کړه، چې د غیبي خېلو لوبډلې ٢-١ خپل سيال ته ماتې ورکړه.

د دغو سياليو موخه له نشه يي توکو سره مبارزه او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

په اخیر کې ګټوونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS