بلخ؛د فوټسال رمضان جام سیالۍ د قناعت ټکنالوژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۹:۳۱
بلخ؛د فوټسال رمضان جام سیالۍ د قناعت ټکنالوژي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ له یوې میاشتې دوام وروسته د قناعت ټکنالوژي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

.

د یادو سیالیو په پای لوبه کې قناعت ټکنالوژۍ او یاران نور لوبډلې د یو بل پر وړاندې میدان ته ووتې، چې د ۰-۲ ګولونو په توپیر د قناعت ټکنالوژۍ لوبډلې بری خپل او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

په دې سیالیو کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس نور عالم بدر، د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس احمدالله واعظزاده، د دولتي ادارو مسوولینو او د فوټبال ګڼ شمېر مینه والو حضور درلود.

همدا راز د دغو سياليو په پاى کې د بلخ د سپورټ رياست د غير المپيکي لوبو عمومي مدير حکيم الله همراز د بلخ ولايت د فوټبال فدراسيون د فوټسال کمېټې د رييس په توګه وټاکل شو.

د يادونې وړ ده، چې عليرضا پنهاى د دې سياليو غوره لوبغاړى وپېژندل شو.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS