کاپیسا؛ قول بابر لوبډلې د کاپیسا ټیپ بال سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۵۰
کاپیسا؛ قول بابر لوبډلې د کاپیسا ټیپ بال سیالیو اتلولي خپله کړه

د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په نوآباد لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د قول بابر لوبډلې په لومړي او د الیون پشتون لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

د کاپیسا د ورزش مسؤولینو په خبره په دې سیالیو کې شپږو لوبډلو له مرکز او کوهستان دویمې ولسوالۍ څخه ګډون کړی ؤ.

د سیالیو موخه په کاپیسا کې د کرکټ وده او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول وو.

د سیالیو پایلوبه د بابر قول او الیون پښتون لوبډلو ترمنځ وه چې الیون پشتون لوبډلې په ۱۲ اورونو کې ۱۰۳ منډې وکړې، په پایلت کې بابرقول لوبډلې په ۱۰ اور کې دغه هدف پوره او لومړی مقام یې خپل کړ.

په پای کې د کاپیسا د ورزش مسؤولینو له لوري لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS