په پکتیا کې د کوچني اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او جمناسیتک فدراسیون په همغږۍ د ورزشکارانو له لوري درې ورځنۍ ورزشي نندارې ترسره شوې.
د دغو ورزشي نندارو په مراسمو کې د ورزشکارانو، د مختلفو فدراسیونونو استازو او ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د نوموړو مراسمو په اوږدو کې د جمناسټیک فدراسیون د ورزشکارانو له لوري ګډونوالو ته بېلابېلې ورزشي نندارې وړاندې شوې.
هېره دې نه وي چې یادې ورزشي نندارې د کوچني اختر په دویمه پیل شوې وې او تېره ورځ پای ته ورسېدې.
