کندز؛ په ګلتپې ولسوالۍ کې د اختر په مناسبت د کورش او رسۍ کشولو سيالۍ پيل شوې
دکندز ولايت د ورزش ریاست او کورش فدراسیون په همغږۍ د ګلتپې ولسوالۍ په سه شنبه بازار سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د ٥٠ جوړو غوره پهلوانانو تر منځ د کورش سیالۍ پیل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د دې ترڅنګ د رسۍ کشولو د ٤ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ هم وشوې، چې فاینل ته یی دګلتپی ځوانانو او د کندز مرکز ځوانانو لار ومونده.
د یادو سياليو موخه د هېواد ملي او عنعنوي ورزشونو ته وده ورکول دي.
