پکتيا؛ د هاکي رمضان جام سیالیو په دوام دوې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د هاکي رمضان جام سیالیو په دوام دوې سیالۍ ترسره شوې.
په لومړۍ سیالۍ کې د پکتیا اتلانو خپلې سیالې لوبډلې د پکتیا زلمیانو ته په ۴-۱ ګولونو ماتې ورکړه.
همداراز په دویمه سیالۍ کې د پکتیا ځوانانو لوبډلې د پکتیا اتحاد لوبډلې ته په ۳-۰ ګولونو سره ماتې ورکړي.
هېره دې نه وي چې یادې سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او هاکي فدراسیون په ګډه همغږۍ، تېره شنبه د څلورو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او یوه اوونۍ په دوام وکړي.
