په غور کې د سنوکر او بيليارد رمضان جام سيالۍ د ميرزا شېرزي په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې
د سنوکر او بيليارد دغه سيالۍ چې څه موده وړاندې د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ په ګروپي شکل پيل شوې وې د ميرزا شېرزي په لومړي ګتلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل لوبه د ميرزا شېرزي او پروېز خادم ترمنځ وشوه چې شېرزي لومړى او خادم دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د سنوکر بليارد ورزش وده او دې رشتې ته د ځوانانو جذب او هڅول دي.
