هلمند؛ د کرکټ رمضان جام سیالیو پر دوام تېره شپه درې لوبې ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۱:۸
هلمند؛ د کرکټ رمضان جام سیالیو پر دوام تېره شپه درې لوبې ترسره شوې

د هلمند ولایت د کرکټ رمضان جام سياليو پر دوام تېره شپه درې لوبې ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د خاکسار ياران او افغان ارمان لوبډلو ترمنځ وشوه، په پيل کې د خاکسار ياران لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو لس اورونو کې يې د ٤لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ١٦٤ منډو هدف ورکړ، په دويمه پاڼۍ کې د افغان ارماني لوبډلې د ٤لوبغاړو په سوځیدو سره ١١٤ منډې وکړې او لوبه يې د ٥٠ منډو په توپیر خاکسار لوبډلې ته بايلوده.

په دويمه لوبه کي صمیم کرکټ لوبډلې توپوهنه وکړه، په لس اورو کې يې ۱۳۴ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي يې د لاسه ورکړه، چې په مقابل کې يې اخلاقي کرکټ لوبډلې لس اوره ولوبول نهه لوبغاړي يې وسوځیدل او ۷۶ منډې يې وکړې.

دغه لوبه د صمیم کرکټ لوبډلې په ۵۸ منډو وګټله.

په درېيمه لوبه کې عابد اچکزي او هېواد مل لوبډلې سره لوبېدلې، لومړی عابد اچکزي کرکټ لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په پوره لس اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۱۴ منډې وکړې. هیوادمل لوبډلې د لوبې په ۹،۱ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې وکړې او د ٨ويکټو په توپیر يې لوبه وګټله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS