د کندهار د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د کندهار ورزشي جمنازيوم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د کندهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د کندهار ورزشي جمنازيوم د رغاونيزو چارو تر بشپړېدو وروسته د ورزشکارانو په مخ پرانيستل شو.
دغه ورزشي جمنازيوم، چې د کندهار ښار په لسمه حوزه کې موقعيت لري، د رغاونې چارې يې درې کاله مخکې پيل شوې وې، چې تر رغول کېدو وروسته تېره ورځ رسماً د ورزشي چارو لپاره چمتو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار ورزشي مسوولینو د ياد جمنازیوم رغول یو نېک اقدام وباله او ځوانان يې یووالي او ورزش کولو ته وهڅول.
د دغه جمنازيوم د پرانستې په مراسمو کې د بېلابېلو ورزشي نمايشونو ترڅنګ د کندهار سبحان او هلمند قيس غني لوبډلو ترمنځ د فوټسال دوستانه سيالۍ هم وشوه، چې له ۲-۲ ګولونو سره مساوي پای ته ورسېده.
