خوست؛ د رمضان جام فوټسال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۶:۲
خوست؛ د رمضان جام فوټسال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت په مرکز کې د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري د پیل شوي فوټسال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سیالي د کلوب ځوانانو او عزیز الله کلب لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کلوب ځوانانو د ۵-۴ ګولونو په توپیر بریا خپله کړه.

دویمه سیالي د اضغر سهار او ذوالفقار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اضغر سهار لوبډلې د ۸-۳ ګولونو په توپیر خپله سیاله لوبډله ماته او بریا یې خپله کړه.

د فوټسال په نوموړي ټورنمنټ کې ۳۰ لوبډلو ګډون کړی او تر راتلونکي کوچني اختر پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۲:۰
Background image

کندز؛ د هېواد شپږو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري په ياد ولايت کې د بغلان، بلخ، فارياب، سمنګان، تخار او کندز ولایتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ. . .

BACK TO NEWS