غزنی؛ د مالستان ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي شاهین سبزک لوبډلې خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۵۰
تیم شاهین سبزک قهرمان رقابتهای والیبال ولسوالی مالستان غزنی شد

د غزني ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت په همغږۍ په مالستان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د شاهین سبزک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د شاهین سبزک او ذولفقار پایجلګه لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې شاهین سبزک لوبډلې وکولی شوای، خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړي او د یادو سیالیو لومړی مقام خپل کړي. همداراز د ذولفقار پایجلګه، میهن سرجلګه او ذولفقار دیبه لوبډلو په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم مقامونه خپل کړل.

قدم علي غوره لوبغاړی و ټاکل شو او د یادو سیالیو موخه په مالستان ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو وده او د ځوانانو هڅونه وه.

په پای کې د بدني روزنې او ورزش امریت د استازي له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو بایلوبه. . .

BACK TO NEWS