ميدان وردګ؛ په بهسود ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۳۷
ميدان وردګ؛ په بهسود ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت په بهسود ولسوالۍ کې د يوې ورځې لپاره د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د بهسود ولسوالۍ د لومړۍ حصې د امنيه قومندانۍ په ګډه همکارۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ د پسرلي موسم د رارسېدو په مناسبت د يادې ولسوالۍ د ۱۶ چاپ اندازانو ترمنځ په دوستانه شکل ترسره شوې، چې په پايله کې د يادو سياليو غوره چاپ انداز احمد رامين په ګوته شو.

د‌ دغو سياليو ليدو ته پر ورزشکارانو سربېره ګڼ شمېر د وزلوبې مينوال راغلي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS