د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست فوټسال لوبډله د کاپيسا سياليو ګټونکې شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۵:۱۱
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست فوټسال لوبډله د کاپيسا سياليو ګټونکې شوه

د کاپيسا د فوټبال فدراسيون د نوموړي ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همکاري د ۱۲ لوبډلو تر منځ د فوټسال سيالۍ د کب مياشتې پر ۲۹مې پيل کړې وې، چې تېره ورځ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دې سياليو پایلوبې ته د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې او امېد فردا لوبډلې لاره موندلې وه، چې په پايله کې د پينالتي ۱/۲ نمرو په توپير پايلوبه د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په کاپیسا ولايت کې د بدني روزنې او سپورټ آمريت د مسولينو په وينا د دې سياليو موخه د ځوانانو تر منځ يووالی او نږديوالی ښودل شوی دی.

په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS