د کندز په ښاروالۍ لوبغالي کې د بزګر د ورځې په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې
د کندز ولایت د ښاروالۍ په ورزشي لوبغالي کې د بزګر د ورځې په مناسبت د کورش د ۱۴۰ پهلوانو او د نورو مختلفو ريشتو د ورزشکارانو ترمنځ بېلابېلې ورزشي نندارې او سیاۍ ترسره شوې.
یادې سيالۍ د نوموړي ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د فدراسیونونو د مسولینو له لوري، د مختلفو کلبونو د لسګونو ورزشکارانو له لوري د بزګر د ورځې د نمانځنې په پار نندارې ته وړاندې شوې.
په یادو نندارو کې د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس عزت الله سینان، د فدارسیونونو مسولینو، بزګرانو، دولتي مسولینو، د سیمې مخورو، فرهنګ پالو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی و او دغه ورځ یې په شاندارو ورزشي نندارو ونمانځله.
