پديده لوبډلې د هرات د اوبۍ ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۷:۲۵
پديده لوبډلې د هرات د اوبۍ ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

د هرات ولایت په اوبۍ ولسوالۍ کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د اوبۍ ولسوالۍ له لوري د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ له ۲-۳ پایلې سره د پدیده لوبډلې په لومړي او د یاران لوبډلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.

د ټورنمنټ د تنظیم کوونکو له لوري بصیر احمد له یاران لوبډلې څخه د غوره ګول وهونکي ، فهیم له پدیده لوبډلې څخه د غوره ګول ساتونکي او له صداقت لوبډلې څخه احمد د ټورنمنټ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شول.

د پای په مراسمو کې د اوبۍ ولسوالۍ د ورزشي مسوولینو له خوا د دغو سیالیو ګټونکو ته جایزې ووېشل شوې.

د دې ټورنمنټ موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال وده وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS