په ننګرهار کې د ټېپ بال ټورنمنټ سياليو په دوام درې لوبې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۱۵
په ننګرهار کې د ټېپ بال ټورنمنټ سياليو په دوام درې لوبې وشوې

د دغه ټورنمنټ نننۍ لومړۍ لوبه د ټيټانز سوت او سنرايز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د يادې سيالۍ لومړی بېټېنګ ټيټانز سوت لوبډلې ترسه کړ او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې ۷۳ منډې هدف کېښود، بل پلو بيا سيالې لوبډلې له يوې ښکلې لوبې وروسته ياد هدف ته د نهم اور په درېيم بال ځان ورساوه او لوبه يې وګټله.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی معراج الدين و، چې د ټيټانز سوت لوبډلې څلور لوبغاړي يې وسوځول.

ورپسې د دويمې لوبې لپاره نارت لاينز او ويسټرن ووريز لوبډلې د سيالۍ لپاره ميدان ته ښکته شوې، نارت لاينز لوبډلې لومړی د بېټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۷ منډې هدف کېښود؛ خو د نوموړې سيالۍ په دويمه پاڼۍ کې ويسټرن ووريز لوبډلې ياد هدف ته د لسم اور په درېيم بال ځان ورساوه او د يادې سيالۍ بريا يې خپله کړه، د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی تاج مير و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې دوه لوبغاړي وسوځول.

د نن ورځې وروستۍ او درېيمه لوبه د ايسټ ايګل او بلو ټايګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د يادې لوبې په لومړۍ برخه کې بلو ټايګر لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې ترسره کړې، د دې سيالۍ په‌ دويمه پاڼۍ کې ايسټ ايګل لوبډلې دغه هدف په آتم اور کې پوره کړ او بريا يې په خپل نوم کړه، د‌ نوموړې وروستۍ سيالۍ غوره لوبغاړی عمران و، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې دوې قېمتي وېکټې ترلاسه کړې او د بېټ په برخه کې يې ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې.

هېره دې نه وي چې د يادو سياليو تر درېيمې ورځې پورې ۹ لوبې ترسره شوي او لا هم دوم لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS