کندهار؛ په عینو مینه کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د غېږنیونې فدراسیون له خوا د یاد ولایت يه عینو مینه کې د شاوخوا ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غیږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې د کندهار د مرکز په ګډون د «ارغنداب، دامان، ډنډ او پنجوایي» ولسوالیو پهلوانانو په کې ګډون درلود.
د دې سیالیو موخه د دودیزو لوبو وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول، یووالی او د یو بل منل و.
په سیالیو کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
په پای کې غوره لوبغاړي په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
