بلخ کې د وزلوبې دوه سیالیو په ترسراوې سره د دویم پړاو اته لوبډلې غوره شوې
بلخ کې د وزلوبې سیالیو پر دوام نن شنبه دوه سیالۍ ترسره شوې چې په دې سره لومړی ډله ییز پړاو ختم او دویم چې حذفي پړاو دی سبا پیلیږي.
د نن ورځې لومړۍ سیالۍ د سمنګان او بلخ لوبډلو ترمنځ وه، خو د سمنګاني چاپندازانو د نه حاضر له امله، لوبه د بلخ په ګټه اعلان او۳ امتیازونه ورکړل شول، دویمه سیالۍ بیا د تخار او بدخشان لوبډلو ترمنځ وشوه چې دا سیالۍ په ټاکلي وخت کې د ۶ – ۲ امتیازونو په توپیرسره بدخشان لوبډلې وګټله.
د یادو سیالیو په ترسراوي د لومړي پړاو« ډله ییزې» سیالۍ پای ته ورسېدې او سبا به د اته غوره لوبډلو ترمنځ چې « بلخ، بغلان، بدخشان، سرپل، فاریاب، بامیان، لوگر او تخار» لوبډلي دي سیالۍ پيل شي.
همدا راز د نن ورځ په لړ کې به د دویم پړاو اته غوره لوبډلو ترمنځ پچه اچونه وشي تر څو هره لوبډله خپل سیاله وپیژني او نیمه پایلوبې ته ځان ورسوي.
دویم پړاو سیالۍ سبا یکشنبه د څلورو لوبو په ترسره کولو سره د مزارشریف د وزلوبې په لوبغالي کې ترسره کیږي.
