هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د چاه نجير فوټبال سيالۍ د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د چاه نجير فوټبال سيالۍ د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د چاه نجير په کوربتوب د فوټبال سيالۍ، چې ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د ګرشک ځوانانو او ذاهد مارجه لوبډلو لاره موندلې وه، چې په پايله کې ګرشک ځوانانو خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ په توپير ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو په پايلوبه کې د نوموړي ولايت د فوټبال فدراسيون مسولينو، مشرانو او د فوټبال ګڼو مينوالو ګډون کړی و‌.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ستاينليکونه، مډالونه او کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS