د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن د المپيک ملي کمېټې په انګړ کې نيالګي کېنول

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۹:۲۶
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظر محمد مطمئن د المپيک ملي کمېټې په انګړ کې نيالګي کېنول

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري او د کابل ښاروالۍ د نشراتو رئیس قاري وسيع الله زاهد د المپيک ملي کمېټې په انګړ کې نيالګي کېنول.

انجنير نظرمحمد مطمئن د نيالګيو کېنولو پر مهال وویل: دا چې په افغانستان کې څلوېښت کاله جکړې وې؛ نو د جګړو پر مهال به شنې ونې وهل کېدلې؛ خو اوس امن دی، بايد خلک او ورزشکاران د وهل شويو ونو پر ځاى نوې ونې کېنوي او پالنه يې وکړي.

ښاغلي مطمئن له خلکو او ورزشکارانو وغوښتل،چې د ونو اېښودلو ترڅنګ يې په ښه ډول پالنه هم وکړي.

د کابل ښاروالۍ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس قاري وسيع الله زاهد هم د يادو نيالګيو کېنولو پر مهال وویل: د کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې سږ کال په کابل ښار کې ٦سوه زره بېلا بېل مثمر او غير مثمر بوټي، ګلان او نيالګي کېنوي، چې کمپاين يې پيل شوى دى.

نوموړي هم له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او له کېنول شويو ونو او بوټو څخه ساتنه وکړي.

د يادونې ده ، چې دغه نيالګي د کابل ښاروالۍ له لوري المپيک ملي کمېټې ته راوړل شوي وو‎؛ ترڅو له دې لارې هېوادوال او ورزشکاران د نيالګيو کېنولو په کمپاين کې شريک شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS