د‌افغانستان د واليبال ملي لوبډله مالديف هيواد ته په‌نشنل کپ سياليو کې د ګډون په موخه مالي ښار ته ورسېده

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۸:۳۶
د‌افغانستان د واليبال ملي لوبډله مالديف هيواد ته په‌نشنل کپ سياليو کې د ګډون په موخه مالي ښار ته ورسېده

دغه سيالۍ چې د کوربه هيواد مالديف په ګډون پکې د افغانستان، سينګاپور او ماليزيا واليبال لوبډلې ګډون کوي، د فبرورۍ مياشتې له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۷نېټې پورې ترسره کېږي.

د افغانستان د‌واليبال ملي لوبډلې له يوې مياشتې تمريناتو وروسته د ۱۳ لوبغاړو، درېيو روزونکو او دوو هيئتانو په ګډون، تېره ورځ دوبۍ او له هغه وروسته کوربه هيواد مالديف ته سفر وکړ.

د يادې لوبډلې د خبر په اساس نوموړې لوبډله نن سهار مالي ښار ته د سياليو په موخه ورسېده.

د افغانستان د ملي لوبډلې، روزونکو او هيئت نوملړ:

غلام رسول حیدري لوبغاړی

الله نظر کریمي لوبغاړی

نصیر کوهستانی لوبغاړی

سباوون وردګ لوبغاړی

سباوون غورزنگ لوبغاړی

سیدحبیب یوسفي لوبغاړی

مومن ملکزاده لوبغاړی

بسم الله سلطاني لوبغاړی

ذاکرشیرزی لوبغاړی

محمدعزیر آصفي لوبغاړی

عمران نیازی لوبغاړی

مالک مموزی لوبغاړی

عبدالمطلب محمدي لوبغاړی

سیدقلندرشاه مختاري روزونکی

محمد خالد انصاري د‌ روزونکي مرستيال

محمد صابر نوري سر روزونکی

محمد ناصر نوري منیجر

گلاب الدین خپلواک هیأت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۲:۰
Background image

کندز؛ د هېواد شپږو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري په ياد ولايت کې د بغلان، بلخ، فارياب، سمنګان، تخار او کندز ولایتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ. . .

BACK TO NEWS