په نیمروز کې د موی تای ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیلېږي

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۳:۲۳
په نیمروز کې د موی تای ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیلېږي

په دغه سیالیو کې له ۲۱ ولایتونو څخه ۱۵۰ لوبغاړي ګډون کوي. ګډون کوونکي لوبغاړي له کابل، هرات، غزني، لوگر، بلخ، کندهار، پکتیا، پکتیکا،‌ هلمند، ننگرهار،‌ بادغیس، فراه، دایکندی، بامیان، ‌بغلان، لغمان ،‌جوزجان،‌ فاریاب،‌ کندز او میدان وردګو ولایتونو څخه دي، چې تېره او نن ورځ یې نیمروز ولایت ته سفر کړی دی.

دغه سیالۍ د موی تای فدراسیون او نوموړي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د کب میاشتې په لومړۍ نېټه د زرنج ښار په مرکزي جمنازیوم کې پیلېږي او د پنځو ورځو لپاره به دوام وکړي.

دغه سیالۍ د موی تای فدراسیون د ۱۴ باتجربه او ځوانو لوبڅارانو له لوري څارل کېږي.

د یادو سیالیو په پای کې د ملي لوبډلې د شمولیت لپاره هغه لوبغاړي ټاکل کېږي چې له تخنیکي او تکتیکي لوري غوره وي او ترڅنګ یې له غوره اخلاقو برخمن وي.

باید یادونه وشي چې له سیالیو وړاندې لوبڅارانو، روزونکو او ورزشکارانو ته د لا ښه پوهاوي په پار ښوونیز سمینار هم په پام کې نیول شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

BACK TO NEWS