د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو پر دوام یوه لوبه ترسره شوه
دا سیالۍ چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د سید اباد ولسوالۍ د دورانیو ځوانانو له خوا پیل شوې لا هم دوام لري.
د دې سیالیو په دوام تیره ورځ د « حامد حماد او شنیز پټانخېلو» لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د « ۲ – ۰ » پایلې سره د حماد لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو هڅول، ورزشکارانو ترمنځ همغږي او د ولسوالۍ په کچه د والیبال سیالیو ته وده ورکول دي.
